د نن ورځې مهم خبرونه

دکابل دولسمه جوزه کې چاودنه شوې.

عیني شاهدان وایي، چاودنه نن سهار وخته په ارزان قیمت سیمه کې د پولیسو پر موټر شوې چې له امله یې یو تن مړ یو تن ټپي شوی.


خلیلزاد:  افغان مشران باید خپل هیواد ته لومړیتوب ورکړي.

د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد افغانانو ته د خپلواکۍ د مبارکۍ ورکولو ترڅنګ ویلي چې افغان مشران د سولې له دې ستر فرصت څخه ګټه واخلي.


پومپیو: امریکا د یو متحد او خپلواک افغانستان ملاتړ کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو افغانانو ته د خپلواکۍ مبارکي ورکړې او ویلي چې اوس باید افغانستان کې ۴۰ کلنه جګړه پای ته ورسیږي.


د کابل ښار په پرونيو راکټي بريدونو کې ١٩ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق آرين وايي چې په دې راکټي بريدونو کې ٣ تنه وژل شوي او ١٦ نور کسان ژوبل شوي دي.


د کابل د پنځمې حوزې چاودنه کې د پوهنې رياست يو چارواکى وژل شوي

ددغه وزارت ويانده وايي چې نن سهار د پنځمې حوزې چاودنه کې د پوهنې وزارت د علمي شورا رييس ډاکټر مير عبدالباقي امين وژل شوى دى.


ننګرهار کې د وسله والو طالبانو يو قوماندان وژل شوى.

په ختيځ کې د سيلاب قول اردو وايي چې  د ننګرهار ولايت په شيرزادو ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال د وسله والو طالبانو يو قوماندان وژل شوى او دوه ملګري يې ټپيان شوي.


ولسمشر غني: اوربند د بين الافغاني مذاکراتو په سر کې ځاى لري.

ولسمشر اشرف غني بريتانوي رسنۍ ټايمز سره په يوه مرکه کې ويلي چې د طالبانو قوماندانان او جنګيالي يې اوس هم سولې ته ليوالتيا نه لري.


افغانستان سره د هند د مرستو شويو غنمو بله جوپه هم چابهار ته ورسيده

د ایران د سیستان بلوچستان د بندرونو عمومي رییس بهروز اقایي وایي، چې افغانستان سره د هند د مرسته شویو غنمو اوومه جوپه هم چابهار بندر ته رسېدلې ده او ډېر ژر به د میلک بندر له لارې افغانستان ته واستول شي.

  • 29 زمری 1399